جوزجان ولایت د اوبو او انرژي رییس الحاج مولوي احمدشاه عبیده د لارښوونې پر بنسټ، د سعدالدین سلیمي تر مشرتابه لاندې د څارنې کمېټې ډله د کوبېکارانو د اتحادیې له رئیس سره يو ځای د شبرغان د مرکز د کلیو د ناقانونه څاګانو د کېندلو وضعیت وڅارۀ
په دې بهیر کې د قریه بابه علي افغانیه کې دوه د کرنې څاګانې او څو د څښاک اوبو څاګانې چې جواز یې نه درلود، وتړل شوې. همدارنګه د څاګانو مالکانو ته لازمه سپارښتنه وشوه چې قانوني جواز تر لاسه کړي، او کوبېکارانو ته ټینګار وشو چې د اوبو او انرژي ریاست له رسمي اجازې پرته هېڅ ډول کېندنه ترسره نه کړي
