د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر په مسکو کې د افغانستان له سفیر سره وکتل

MEW-Media
Wed, Oct 15 2025 10:19 AM
1

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، چې د روسیې د انرژي اونۍ فورم د ګډون په موخه مسکو ته تللی، په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر ښاغلي مولوي ګل حسن حسن سره د سفارت په انګړ کې وکتل.

په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او روسیې ترمنځ د متقابل احترام، همکاري او دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې. وزیر صاحب د سفارت د مسؤلینو له هڅو او خدماتو ستاینه وکړه او هغوی ته یې د لا بریاوو هیله څرګنده کړه.

په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي ګل حسن حسن هم د اوبو او انرژي وزارت د لاسته راوړنو یادونه وکړه او څرګنده یې کړه چې د افغانستان د طبیعي زېرمو او انرژي د ودې لپاره د نړیوالو همکاریو پراختیا یو مهم ګام  دی.

User account menu