غزني ولایت کې د بهائي کانال چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي

MEW-Media
Tue, Oct 07 2025 9:03 AM
1

د غزني د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د دغه ولایت د اجرستان ولسوالي اړوند د عباس خېلو کلي د بهائي کانال د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

نوموړی کانال د څلورمیلیونه افغانیو په لګښت د غزني د اوبو او انرژي ریاست له پراختیایي بودجې څخه  د ۲۴۸ متره په اوږدوالي سره جوړیږي.

د دغه کانال چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي، چې د پاتو چارو په بشپړېدو سره به د اوبو د ضایع کېدو مخنیوی وشي.

User account menu