پکتیکا ولایت کې څلور پروژې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د پکتیکا ولایت په سر حوضې، ارګون، او سروبي ولسوالیو کې د ګلردین سربند او استنادي دېوال، د بي بي کوټ او بهلول سربندونه او استنادي دېوالونه او د تیريخیلو د څښاک اوبو رسولو شبکې پروژه د ۱۲ میلیونه، ۱۲۶ زره او ۷۹۱ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه.
د نوموړو پروژو ګټې ته په سپارلو سره به د اوبو لګولو او اوبو رسولو په برخو کې د نوموړو سیمو د اوسېدونکو ستونزې تر ډېره بریده هوارې شي.
د نوموړو پروژو چارې د یو، این، ډي، پي مؤسسې په مالي لګښت د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدې.