کاپیسا ولایت کې د څنډو د ټینګښت شپږو پروژو تخنیکي سروې ترسره شوه

mew-admin
Wed, Jul 09 2025 4:47 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د سروې او پروژو جوړونې ریاست او د کاپيسا د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیمونو په آله سای ولسوالي کې د صاحبزاده خېلو کلي کانال د بازو، په تګاب ولسوالي کې د انار جوی سین‌زائي کلي څنډو ټینګښت، په نجراب ولسوالي کې د خارج‌درې تاجکانو ، د خارج‌درې جنګ‌بازخېلو او د غوث‌درې صفحې کلیو څنډو د ټینګښت او د کاپیسا په مرکز کې د قول بابر کلي سیلبر د ټینګښت پروژو تخنیکي سروې ترسره کړه.

د نوموړو پروژه په پلي کېدو سره به تر زر جریبه ډېره کرنیزه ځمکه، تر دوولسو ډیرو کلیو، نهه بابه جوماتونه، دوه بابه ښوونځي او یو روغتیایي مرکز د سېلابونو له ګواښونو څخه خوندي شي.

User account menu