د هېواد په ۱۳ ښارونو کې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو وضعیت تر څېړنې او شننې لاندې ونیول شول

mew-admin
Tue, Mar 18 2025 1:02 PM
1

 د اوبو او انرژي وزارت د اوبو سرچینو عمومي ریاست د ځمکې لاندې اوبو سرچینو ریاست له خپل کلني پلان سره سم، په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د هېواد په ۱۳ ښارونو کې د شته ارقامو پر بنسټ د ځمکې لاندې اوبو سرچینو وضعیت تر څېړنې او شننې لاندې ونیول.

د دغې شننې پایلې ښيې چې د کابل، مزار شریف، بامیان، هرات، میدان ښار او کندهار ښارونو کې د ځمکې لاندې اوبو بیلانس منفي دی او په دغو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو په کچه کې د پام‌وړ کموالی راغلی دی.

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي مسؤلینو د دغه وضعیت تر ټولو اړینو عواملو څخه د کرنې او صنعتي لګښتونو لپاره د ځمکې لاندې اوبو بې‌ځایه را ایستل او د تغذیویي سرچینو محدودېدل ګڼي او ټینګار کوي، چې دغه مسئله د دې لامل شوې چې په ځېنو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه د ۱ او ۵ متره ترمنځ ټیټه شي.

User account menu