د دوو ایراني او یو افغاني شرکتونو مسؤلینو په افغانستان کې د برېښنا انرژي د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
Sun, Feb 23 2025 5:38 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب د دغه معینیت د یو شمېر رئيسانو په شتون کې د توسعه برق آریانا او اطلس مهدیار آسمان هشتم ایراني شرکتونو او د معراج نور اطلس برېښنا رسوني خدمتونو افغاني شرکت له مسؤلینو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د نوموړو شرکتونو مسؤلینو په افغانستان کې د لمریزې برېښنا انرژي پروژو د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده او په دې برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د انرژي معین د لمریزې برېښنا انرژي د تولید په برخه کې  د نوموړو شرکتونو د پانګونې د لېوالتیا هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، چې اوس په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو شوې او مونږ له ټولو کورنیو او بهرنیو شرکتونو څخه غواړو چې په افغانستان کې د برېښنا انرژي د تولید په پروژو کې پانګونه وکړي. همدارنګه هغه د نوموړو شرکتونو له مسؤلینو سره د پانګونې لپاره د زمینې د چمتوکولو په برخه کې د همکاري ژمنه وکړه.

User account menu