د خوست ولایت له یو شمېر نیمه کاره پروژو څخه څارنه ترسره شوه

mew-admin
Mon, Feb 17 2025 9:47 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت پلاوي  د خوست ولايت د اوبو او انرژي رئیس مولوي عبدالقيوم ثابت په همکاري د خوست ولايت له ۲۱ نیمه کاره پروژو څخه څارنه ترسره کړه.

همدارنګه د اوبو او انرژي پلاوي د خوست ولایت د اوبو او انرژي رياست د کارمندانو د وړتيا لوړونې په هکله له ښاغلي ثابت سره بحث او د اندونو تبادله وکړه.

ښاغلي ثابت د اوبو او انرژي وزارت پلاوي ته د پوره همکاري ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې پدې سره به د دغه رياست د کارمندانو په وړتياوو کې مثبت بدلونونه رامنځته شي.

User account menu