د کابل ښار په شلمه ناحیه کې د برېښنا انرژي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د پیژندلو او ارزولو چارې پیل شوې

mew-admin
Tue, Jan 07 2025 10:35 AM
1

د کابل ښار اړوند شلمه ناحیه کې د برېښنا انرژي مارکیټ د لا ښه تنظیم او د بې خطره تخنیک د پام کې نیولو په موخه د برېښنا انرژي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د پيژندلو په برخه کې د هغو شرکتونو چې د اوبو او انرژي وزارت څخه جواز نه لري، د برېښنا انرژي خدمتونو د تنظیم لوی ریاست د مؤظف ټيم د برېښنا انرژي خدمتونو د معلوماتو وړاندې کولو مرکز د رئیس ښاغلي شیرمحمد همت په مشري او د کابل ښار د شلمې ناحیې همکارانو په ګډې همکاري پیل شوې ، د دې ارزونې په ترڅ کې به د پيژندل شوو شرکتونو مسئولینو ته د برېښنا رسونې فعالیتونو د قانوني کولو په موخه د جواز او تر څنګ یې د بې خطره تخنیک د پام کې نیولو سپارښتنې کيږي.

User account menu