د ارزګان ولایت په ترينکوټ کې يو چکډېم د څه باندې 8 ميليونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mew-admin
Sun, Dec 22 2024 12:00 PM
1

د ارزګان ولایت په مرکز ترينکوټ کې د يوه چکډېم چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

نوموړی چکډېم د ارزګان ولایت د اوبو او انرژي رياست په تخنيکي مرسته د آی، سي، آر، سي په مالي لګښت سره د څه باندې 8 ميليونه افغانيو په ارزښت ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د‌ يادولو وړ ده چې دغۀ چکډېم سره به د ځمکې لاندې اوبه تغذيه شي او 360 کسانو ته پکې د کار زمينه برابره شوې وه.

User account menu