د لغمان ولایت د شاهي کانال د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

mew-admin
Tue, Dec 10 2024 11:30 AM
1

د لغمان ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او ورسره مل تخنیکي ټیم د شاهي کانال د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د چټکتیا او غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې شاهي کانال چې د اوبو او انرژي وزارت له مهمو پروژه څخه ده، د لغمان ولایت په الینګار ولسوالي کې موقعیت لري . دغه کانال د دوو فازونو په درلودلو سره ۷۰ کیلو متره اوږدوالی لري او کابو ۲۰ زره هکتاره ځمکه خړوبوي.

د نوموړې پروژې لومړی فاز د  ۳۰ کیلو متره په اوږدوالي سره په څلورو برخو (لاټونو) کې پلي کېږي او ۵ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي. د دغې پروژې لومړۍ برخه(لاټ)   6.6 کیلو متره اوږدوالی لري.

User account menu