لغمان ولایت کې د نهر کریم کانال د بیارغونې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

mew-admin
Thu, Oct 10 2024 10:01 AM
1

د لغمان د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او تخنیکي سلاکار محترم انجنیر سید عبدالرحیم سادات د لغمان ولایت په قرغه یی ولسوالي کې د نهرکریم کانال د بیارغونې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړي کانال د بیارغونې چارې د ایف، اې، او موسسې په مالي لګښت د لغمان د سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې ۲۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي.

User account menu