په پکتیا ولایت کې د څښاک اوبو د ۲۰ کړیو څاګانو د کېندلو چارې پيل شوې

mew-admin
Thu, Aug 08 2024 9:15 AM
1

د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د څښاک اوبو د  ۲۰  کړیو څاګانو د کېندلو چارې د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محمد کریم فاتح او یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې پيل شوې.

دغه د څښاک اوبو څاګانې د افغانستان ثمرقند ټولنیزې او چوپړیزې موسسې له لوري د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې کېندل کېږي ، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د څښاک اوبو په برخه کې د سیمې د خلکو ډیرې ستونزې هوارې شي.

User account menu