د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د ملي پراختیا شرکت له رئيس سره د دغه وزارت د اوبو پروژو د چارو د چټکتیا په هکله خبرې وکړې

mew-admin
Wed, Aug 07 2024 2:12 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د دغه وزارت د یو شمېر رئيسانو په شتون کې د ملي پراختیا شرکت له رئيس محترم عبدالرحمن عطاش او مل پلاوي سره وکتل او د اوبو په برخه کې د دغه وزارت د پروژو د چارو د چټکتیا او د ستونزو د هوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د اوبو محترم معین د نوموړي شرکت له رئيس سره د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند، د ارزګان ولایت د آغاجان بند او د پکتیکا ولایت د پلتوني بند په اړه بحث وکړ.

همدارنګه په دغه لیدنه کې د وزارت او د نوموړي شرکت ترمنځ د اړینې همغږۍ او همکاري په ترسره کولو باندې ټینګار وشو.

User account menu