د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ننګرهار له والي سره په لیدنه کې په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي د پروژو په هکله خبرې وکړې

mew-admin
Mon, Jul 29 2024 1:45 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د ننګرهار له والي محترم حاجي ګل محمد سره وکتل او په هغه ولایت کې یې د اوبو او انرژي د پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د ننګرهار والي د برېښنا رسونې پروژو ته د هغه ولایت  د خلکو د اړتیاوو په هکله خبرې وکړې او په دې برخه کې د اوبو او انرژي وزارت د رهبري د مقام د پاملرنې غوښته وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په برخه کې د هغه ولایت د خلکو ستونزو او  اړتیاوو ته رسیدګي وشي. هغه همدارنګه زیاته کړه، چې اوسمهال ننګرهار ته د برېښنا د لېږد مزي پروژې چارې د یوه خصوصي شرکت له لوري د اوبو او انرژي وزارت په هوکړې او همغږۍ سره جریان لري.

User account menu