د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د جوزجان ولایت له قومي مشرانو سره په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په هکله خبرې وکړې

mew-admin
Sat, Jun 29 2024 2:01 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د جوزجان ولایت د قوشتیپې او درز آب ولسوالیو له یو شمېر قومي  مشرانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د نوموړو ولسوالیو قومي مشرانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریک کړل او په هغو ولسوالیو کې یې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هغوی ته ډاډ ورکړ، چې په راتلونکي کال کې د نوموړو ولسوالیو لپاره یوه اندازه بودجه په پام کې نیول شوې ده او د اوبو او انرژي د لا ډېرو پروژو د پلي کولو په برخه کې به هم د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د هغوی ستونزو ته رسیدګي وشي.

User account menu