د فاریاب ولایت په یوولسو کلیو کې میر آبان وټاکل شول
د شیرین تګاب- میمنې سینديزې فرعي حوزې مسؤلینو د فاریاب ولایت په ده عزیزانو، قطور، علکه، لاندني بلوچ، لاندني او پورتني چرمګر، امیر تیمور څلور لارې، بیش اویلیک، انجلاد، خان آقا او نمد مال کلیو د ځمکو د خاوندانو او بڼوالو په شتون کې د میر آب سیسټم د رسمي کولو په موخه ناسته ترسره کړه.
په دغه ناسته کې، د نوموړو کلیو اوسېدونکو د خپلې خوښې او په شرایطو برابر کسان د میر آب په توګه وټاکل.
