په بامیان ولایت کې د اوبو رسولو شبکو لابراتوارونو ټسټ پيل شو

mew-admin
Wed, May 22 2024 5:26 PM
1

د پورتني کندز( بامیان) سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د اوبو او انرژي وزارت د لابراتوارونو د څېړنو د مسؤلینو په همکاري د بامیان ښار په مرکز کې د اوبو رسولو شبکو لابراتوارونو ټسټ پیل کړ.

د نوموړې سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم الحاج ملا داود علي د خصوصي شرکتونو مسؤلینو او اړوند انجنیري ټیم یې خلکو ته د خدمت رسولو په برخه کې ریښتینولي او امانتداري ته وهڅول او زیاته یې کړه، چې د اوبو د ټسټولو په بهیر کې د بشپړ دقت څخه کار واخلي.

ټاکل شوې ده، چې د بامیان ښار په مرکز او ټولو ولسواليو کې له ټولو اوبو رسولو شبکو څخه د بیولوژیکي او کیمیاوي ټست په موخه  سمپل واخیستل شي.

User account menu