د بلخ ولایت د کلدار ولسوالي د عمومي کانال له سربند څخه لیدنه وشوه

mew-admin
Tue, Apr 23 2024 9:13 AM
1

د بلخ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي موسی جان حقبین او ورسره مل د کلدار ولسوال محترم شیرین احمد د بلخ ولایت د کلدار ولسوالي د عمومي کانال له سربند څخه چې د قوش تیپې کانال څنګ ته موقعیت لري، لیدنه وکړه.

همدارنګه، ښاغلي حقبین د نوموړي ولسوالي له کروندګرو سره د هغوی ستونزو ته د رسیدګي په موخه لیدنه وکړه او د دغې ولسوالي د عمومي کانال د سربند د تحکیم په هکله یې د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

User account menu