د پنج آمو په سیندیزه حوزه کې د واورې فیزیکي سروې ترسره شوه

mew-admin
Tue, Mar 19 2024 3:07 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د یخچالونو او واورې د سروې ټیم د پنج آمو سیندیزې حوزې اړوند بېلا بېلو سیمو کې د واورې تخنیکي سروې ترسره کړه.

د یادې سروې د پایلو پر بنسټ په ۱۴۰۲ه.ل کال کې د پنج آمو په سیندیزه حوزه کې د واورې لوړوالی او واورینې سیمې زیاتي شوي دي او همدارنګه د واورې څخه لاسته راغلي معادل اوبه د تیر کال په پرتله ۲۷ سلنه زیاتوالی ښیې.

د یادونې وړ ده، چې نوموړې سروې،  په پلان شویو سیمو کې د واورې د لوړوالي او د هېواد د سیندیزو حوزو په کچه د معادل اوبو د معلومولو په موخه ترسره کیږي ترڅو د هغې پر بنست د هېواد اوبیز وضعیت ترتیب شي. 

User account menu