د انرژي معینیت اونیزه اداري او تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Tue, Aug 29 2023 12:20 PM
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس  او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز، رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د انرژي سکتور اړوند اړین تخنیکي او اداري موضوعات تر بحث لاندې ونیول شول او همدارنګه د مخکنيو پرېکړو د وضعیت د څرنګوالي، اجراآتو  او د انرژي په برخه کې  له پانګوالو شرکتونو سره د چارو د همغږي پرمختګ وڅېړل شو.

د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي په دغه ناسته کې د تخنیکي کمېټې په پیاوړتیا باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې هر ریاست باید د چارو د اجراآتو په هکله د خپلو استازو څخه کاري راپور تر لاسه کړي او د کاري راپورونو تر څېړلو وروسته،کمزوري ټکي مشخص کړي او د هغوی د هوارولو لپاره شوني حل لارې عملي کړي.

ښاغلي عزیز همدارنګه ټینګار وکړ، چې له پانګوالو شرکتونو سره ګډې چارې باید په بشپړ جدیت سره تعقیب شي، ترڅو د وزارت د وخت له ضایع کېدو څخه مخنیوی وشي او هم مهاله د افغانستان اسلامي امارت له اقتصادي کمېسیون سره د پانګونې چارو په پرمخ وړلو کې هم اړینه همغږۍ ترسره شي.

User account menu