د انرژي معینیت اداري او تخنیکي ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د اوبو او انژي وزارت مقام د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز تر مشرې لاندې د نوموړي معینیت د رئيسانو، سلاکار او متخصیصیونو په ګډون ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د انرژي معینیت رئيسانو د تېرې ناستې د پرېکړو په هکله چې سمنګان او نورو ولایتونو ته د باد د څلور پاتې څېړنیزو ټاورونو د څېړنې لپاره د لېږل شوې تخنیکي ټیم د موندنو، د انرژي د نویو پروژو د پېژندنې، د مشخص شوو پروژو د ټیوارونو د جوړولو او له ګلبهار انویسټمنټ ګروپ سره د ډبرو سکرو پر ځای له ګازو سرچینو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې د وروستیو ترسره شوو اجراآتو په هکله بشپړ راپور وړاندې کړ او په دې برخو کې د شته ستونزو د هوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د وزارت مقام د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي د نوموړو موضوعاتو په هکله د رئيسانو د راپور تر اورېدلو وروسته، د پروژې جوړونې چارو د چټکتیا ، د ریاستونو ترمنځ پر لازیاتې همکارۍ او همغږۍ او د برېښنا انرژي خدمتونو عمومي ریاست لپاره د ریګولیټر په څېر د چارو د پيلولو او د طرحې جوړولو باندې ټینګار وکړ او په اخلاص سره یې د چارو د پرمخ وړلو په پار اړینې سپارښتنې وکړې .
