د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس د یونسیف(UNICEF) له مسؤلینو سره وکتل

mew-admin
Tue, Nov 29 2022 1:42 PM
1

د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس ښاغلي مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د خپل کار په دفتر کې د یونسیف له یو شمېر مسؤلینو سره وکتل .

په یاده لیدنه کې، ښاغلي حاجي حکمت یادو مسؤلینو ته په شمال حوزه کې د ځمکې لاندې او سطحي اوبو سرچینو، د هایدرولوژیکي او میترولوژیکي اسټیشنونو د شمېر او د ذخیروي بندونو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د یونسیف مسؤلینو په دې ناسته کې په شمال زون کې د اوبو سکتور په برخه کې د سطحي او ځمکې لاندې اوبو د څېړنو، د سطحي اوبو د ساتنې او حفظ په برخه کې د همکاري ژمنه وکړه.

User account menu