ننګرهار ولایت کې د نیمکاره ګرو سربند او کانال پاکاري چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوي
د ننګرهار ولایت په روداتو او سپین غر ولسوالیو کې د نیمکاره ګرو سربند او کانال پاکاري او د مامند درې د سربند او کانال پاکاري چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوي دي.
د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي سید فضل احد هاشمي د یادو پروژو څخه څارنه وکړه او د چارو پر چټکتیا او شفافیت باندې یې ټینګار وکړ.
د یاد پروژو چارې د اوبو په سکتور کې د بشري مرستو په مالي ملاتړ د ننګرهار سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې پلي کېږي.
