د لغمان ولایت سیندیزې فرعي حوزې رئيس د علینګار ولسوالي له قومي مشرانو سره وکتل

mew-admin
Thu, Nov 10 2022 9:36 AM
1

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي شیرجان راشدي د یوه پلاوي په ملتیا  علینګار ولسوالي ته سفر وکړ او د هغه ولسوالي له قومی مشرانو سره وکتل.

په دې لیدنه کې، د یادې ولسوالي قومي مشرانو د لغمان سیندیزې فرعي حوزې له رئيس څخه د شاهي کانال د چارو  د پیل غوښتنه وکړه.

ښاغلي راشدي له یادو قومي مشرانو سره د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

User account menu