ارزګان ولایت کې د شپلوغ بند تخنیکي سروې جریان لري
د ارزګان ولایت د چنارتو ولسوالي په شپلوغ سیمه کې د شپلوغ بند تخنیکي سروې د اوبو او انرژي وزارت د تخنیکي انجنیرانو او د ترینکوټ سیندیزې حوزې د تخنیکي ټیم په همکاري سره جریان لري او یاده سروې به په څو ورځو کې بشپړه شي.
د یاد بند د چارو تر بشپړېدو وروسته به ۲۰۰۰ کورنۍ ورڅخه ګټه واخلي او ۹۰۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي.
همدارنګه د یاد ولایت د دهراود ولسوالي اړوند د لبلان په ساحه کې د ADA موسسې له خوا د کار په بدل کې د خوراکي موادو ويش پيل شو.
په یاد پروګرام کې تر اوسه پورې ۸۵۱ کسانو ته خوراکي توکي ویشل شوې دي.
د یادولو وړ ده، چې د تېرې میاشتې راهیسي په دهراود ولسوالي کې پر ۷۲۰۰ واټر شیټونو او ۴۵۰ متر ګبیونونو باندې کار پیل شوی دی.
