بدخشان ولایت کې د جوزګون کانال د بیارغونې چارې د څه باندې اته سوه زره افغانیو په ارزښت پيل شوې

mew-admin
Tue, Nov 01 2022 12:24 PM
1

د بدخشان ولایت په فیض آباد ښار کې د جوزګون کانال د بیارغونې چارې د څه باندې اته سوه زره افغانیو په ارزښت د یاد ولایت مرستیال والي ښاغلي مولوي نثاراحمد احمدي، د کوکچه سیندیزې فرعي حوزې رئيس او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو په شتون کې پيل شوې.

د یاد کانال د بیارغونې د چارو په بشپړېدو سره به لس زره کسان ورڅخه ګټه واخلي.

د دې کانال د بیارغونې چارې چې د اوبو سکتور د بشري مرستو په مالي ملاتړ د کوکچه سیندیزې فرعي حوزې په تخنیکي همکاري سره پرمخ وړل کېږي، د پنځه سوه کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې ده.

User account menu