خوست ولایت کې د دوو پروژو چارې د څه باندې ۱۳۰ زره آمریکایي ډالرو په ارزښت پیل شوې

mew-admin
Mon, Oct 24 2022 4:20 PM
1

د خوست ولایت په صبریو ولسوالي کې د یو کانال او د اوبو زېرمې د جوړولو چارې د یو سلو دېرش زره، اته سوه یو څلوېښت آمریکایي ډالرو په ارزښت د TLO موسسې په مالي ملاتړ د شمل- خرم سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې پیل شوې.

د یاد کانال په جوړولو سره به ۱۸۲۵ جریبه ځمکه تر خړوبولو لاندې راشي.

د یادو پروژو چارې  به د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

User account menu