یو شمېر پاکستاني پانګوالو د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د انرژی د تولید په پروژو باندې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د پاکستان هېواد د ( Oil & Gas Investments Limited ) پانګوالو ډلې له استازو سره وکتل.
په یاده لیدنه کې، د OGIL ډلې پانګوالو استازو په افغانستان کې د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه او د اوبو او انرژي وزارت د رهبري له مقام څخه یې په دې برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د انرژي د تولید په پروژو باندې د یادو پانګوالو د پانګونې له لېوالیتا څخه هرکلی وکړ او د وزارت د رهبري له خوا یې هغوی ته د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.
د یاد ولو وړ ده، چې د اوبو او انرژي وزارت د رهبري سره په لیدنه کې ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو پانګوالو د انرژي د تولید په پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړې ده.
