د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د یاد وزارت د څېړنیزو لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Thu, Sep 08 2022 12:36 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده د یاد وزارت د څېړنیزو لابراتوارونو وضعیت له نږدي وڅېړه.

د اوبو ښاغلي معین د یادو لابراتوارونو د څېړلو پر مهال د دوی د اغېزمنې ګټي اخیستنې په اړه د یاد وزارت د انجنیرانو او متخصصینو سره وغږېد او د اړتیا وړ لارښونې ورکړې. 

همدارنګه، د اوبو او انرژي وزرات تخنیکي مسئولینو د یادو لابراتوارونو د ګټې اخیستني د طریقو په اړه لازم معلومات ورکړل او خپلې ستونزې او وړاندېزونه یې د اوبو له معین سره شریک کړل.

د یادوني وړ ده، چې مخکې دا لابراتوارونه غیر فعال وو او اوسمهال د وزارت د رهبري مقام د لارښوونې پر بنسټ د اوبو سرچینو د عمومي ریاست د مسئولینو لخوا فعال شوي دي، چې  د اوبو د کیفیت لابراتوار، د ودانیزو توکو لابراتوار، د جیوتخنیک لابراتوار او د خاورې میخانیک لابراتوارونه پکې شامل دي.

User account menu