د هریرود سیند د حریم او بستر د مشخصولو په موخه د یوه با صلاحیته پلاوي د ټاکلو لپاره ناسته ترسره شوه

MEW-Media
Sun, Aug 07 2022 12:02 PM
16/5/1410

 

یاده ناسته  دهرات ولایت د اړونده با صلاحیته ادارو د استازو په ګډون ( د ولایت مقام، عدلیې، ښارجوړونې او ځمکو، د هریرود- مرغاب عمومي سیندیزې حوزې او چاپېریال ساتنې ) د لاندني هریرود سیندیزې فرعي حوزې په ریاست کې ترسره شوه.

په پیل کې، د لاندني  سیندیزې فرعي حوزې رئيس موضوع باندې رڼا واچوله او څرګنده یې کړه چې د یاد پلاوي په جوړښت کې دې د وزارت استازی هم شامل شي، وروسته د اړونده ادارو استازو خپل نظرونه د هریرود سیند د بستر او حریم د ټاکلو لپاره څرګندې کړې.

د ناستې په پای کې پریکړه وشوه، چې په راتلونکي ناسته کې دې د سلما بند څخه تر کهسان ولسوالي پورې د هریرود سیند موقعیت په پام کې ونیول شي او لومړني معلومات دې راټول شي، ترڅو د قوانینو او کړنلارو سره سم هغه اجراآت چې په پام کې دي، ترسره شي.

User account menu