د اوبو او انرژي وزارت کې د ۳۷ تشو بستونو د ډکولو په موخه سیالیزه آزمونیه ترسره شوه

mew-admin
Mon, Aug 01 2022 4:22 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د ۳۷ تشو مرکزي بستونو د ډکولو په موخه سیالیزه آزموینه د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو په شتون کې واخیستل شوه.

په یاده سیالیزه آزمونیه کې، ۴۰ تنه سیالي کوونکي د دې وزارت د مرکزي تشو بستونو د ډکولو لپاره سیالي کوي.

د دغه سیاليزې آزموینې د ترسره کولو پرمهال د اوبو او انرژي وزارت رئيسانو د آزموینې پر روڼتیا باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، هغه کسان چې په آزموینه کې له بریالیتوب او معیاري نمرو په ترلاسه کولو سره د خپلې خوښي بست ته لار مومي، باید خپلې دندې په رښتیني او مخلصانه توګه پر مخ یوسي.

د یاد ولو وړ ده، چې تر دې د مخه د وزارت د تشو بستونو د ډکولو لپاره هم څو پړاوه سیالیزې آزموینې د متخصصو او په کارپوه کسانو د جذبولو په موخه تر سره شوې دي.

User account menu