د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د افغان انویست شرکت له رئيس او د هغه د مدیره پلاوي له غړو سره وکتل

mew-admin
Mon, Aug 01 2022 12:36 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د افغان انویست شرکت له رئيس ښاغلي شیرباز کمین زاده او د هغه د مدیره پلاوي له غړو  سره وکتل او د اوبو او انرژي وزارت په پروژو باندې د پانګونې په هکله بحث او دنظر تبادله وکړه.

په یاده لیدنه کې، د یاد شرکت رئيس او د مدیره پلاوي غړو په افغانستان کې د اوبو د بندونو په ځانګړې توګه د کندهار ولایت د لوري د بند په جوړولو، د کانونو د ایستلو او نورو پراختیایي پروژو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د اوبو  او انرژي په پروژو کې د پانګونې په برخه کې د یاد شرکت د لېوالتیا د هرکلي ترڅنګ، یادونه وکړه چې په راتلونکي کې به په ګډه سره د یوه سفر په ترڅ کې د لوري بند او یو شمېر نورو بندونو څخه لیدنه وکړي، له نږدې څخه د بندونو د ساحو د لیدلو وروسته مشخصه طرحه به د پانګونې او د پروژو د پلي کېدو لپاره چمتو کړي او له یادې طرحې سره به سم په ګډه سره کار وکړي.

User account menu