د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي ریاست کې د فرعي حوزو د همغږي تر عنوان لاندې  غونډه ترسره شوه

mew-admin
Tue, Jul 26 2022 2:59 PM
1

په یاده غونډه کې، د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئیس ترڅنګ د محلي ادارو یو شمېر رئيسانو، د فرعي حوزو رئيسانو، د حوزو تخنیکي سلاکارانو، د اوبو د ټولنې مشرانو او میرابانو ګډون کړی وو.

په یاده ناسته کې،  د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر رفیع الله مجتبی د یادې ناستې د جوړولو په هکله ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندې کړل.

هغه په یاده ناسته کې، د سیندیزو فرعي حوزو رئیسانو ته سپارښتنه وکړه، چې د لویو، منځنیو او کوچنيو بندونو موقعیت معلوم کړي، ترڅو د باران اوبه ښه مدیریت کړای شي او همدارنګه اوږد مهاله، منځ مهاله او لنډ مهاله پلانونه  دې د اوبو او انرژي وزارت د استراتیژیک پلان سره سم په ساحه کې د برنامو دښه پرمختګ او په فرعي حوزو کې د ټاکل شوي ساحو لپاره پروژې په پام کې ونیسي.

هغه زیاته کړه،  د فرعي حوزې رئیسان دې خپلې وروستۍ هڅې و کړي، ترڅو نړیوالې موسسې دې ته وهڅوي چې د اوبو به برخه کې پانګونه وکړي.

په همدې ناسته کې، د تالقان، بغلان، کوکچې، دشت قلعې او اشکاشم سیندیزو فرعي حوزو رئیسانو دخپلو لومړۍ ربعې راپور د یوه پرزنتیشن په ترڅ کې وړاندې کړل او د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې رئيس سره یې  د هر راز همکاري ژمنه وکړه .

User account menu