د ارغنداب سیندیزې حوزې رئیس د دهلې بندڅخه لیدنه وکړه
د ارغنداب سیندیزې حوزې رئیس ښاغلی ملا سید محمد (شرافت) په مشری او د دې ریاست اړوند کاري ټیم غړو په ملتیاد دهلې بند د هایدرو میتیورلوژیکی استیشن څخه لیدنه او نظارت تر سره کړ.
د ارغنداب سیندیزې حوزې رئیس د اړونده بخش کارکوونکو ته د استیشنونو د ارزښت په هکله لازم معلومات او هدایات ور کړل .
همدغه راز د ارغنداب سیندیزې حوزې رئیس څرګنده کړه چې د استیشنونو د ساتنې او پالنې او ډیټا اخیستلو لپاره خپلو دومدارو هڅو ته دوام و رکړئ او را ټول شوي ارقام اړوند ریاستونو او مرکز سره شریک کړئ.
