د کجکي بند د ځمکو استملاک پروسې د ګړندي توب په موخه د همغږۍ جلسه ترسره شوه.
د کجکي بند د ځمکو استملاک پروسې د ګړندي توب په موخه د همغږۍ جلسه ترسره شوه.
دا جلسه د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي انجنير خان محمد تکل تر رهبرۍ لاندې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ځمکو چارو معين او د دواړو ادارو يو شمير تخنيکي مسؤلينو په شتون کې ترسره شوه.
په دې جلسه کې د کجکي بند د ځمکو استملاک او د هغې د حل په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې لوی رئیس د ياد بند د استملاک چارو د ګړندیتوب ترڅنګ د ښار جوړونې او اراضئ وزارت سره په زياته همغږۍ ټينګار وکړ.
چې په اخر کې فيصله وشوه، چې د دواړو ادارو ګډ تخنيکي ټيم دې په شريک ډول د کجکي بند د استملاک مسايلو په اړه ګډ کار وکړي.
د اوبو چارو د تنظيم ملي اداره
