په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند ودانیزې چارې ۲۶ سلنه بشپړې شوې دي
۱۴۴۸/۲/۱۹هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۲هـ ل
د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه چې په بېلابېلو برخو کې روانې دي، له نږدې لیدنه او څارنه وکړه.
یاد بند په ټوله کې ۲۳ متره لوړوالی او د محور اوږدوالی یې ۱۵۴ متره دی، چې تر اوسه پورې یې ودانیزې چارې ۲۶ سلنه بشپړې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه زېرمه او د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې ترڅنګ، په غیر مستقیم ډول ۱۶۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي.
