د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې چارې ۹۸ سلنه پر مخ تللي دي
۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۸ هـ ل
د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې له چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.
په دې پروژه کې ۱۳ چکډیمونه، یو تالاب، ۴ سربندونه، ۴ کانالونه د ۱۰۳۹۹ متره اوږدوالي په درلودلو سره د ۱۹۰ زره متر مکعبه اوبو ذخیره کولو وړتیا لري او د دوو چینو بیارغونه شامل دي همداراز پر ۲۵ جریبه ځمکه نمونه یي باغ جوړ شوې چې په کې زرګونه مثمر او غیر مثمر نیالګې کرل شوې دي.
د دغې پروژې چارې د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.
د نوموړې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به بارانې اوبه مدیریت، سېلابونه کنټرول او د اوبو د ضایعاتو مخنیوي وشي.
