په لوګر ولایت کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي دېوال پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

mew-admin
Tue, Jul 07 2026 11:51 AM
1

۱۴۴۸/۱/۲۱هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶هـ ل

د لوګر فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقدیم لیاقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د مرکز اړوند پل‌علم کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي دېوال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه پر مخ وړل کېږي، تر اوسه پورې شاوخوا ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د دغې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به د کانال د څنډو د ویجاړېدو او د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي ترڅنګ، د کرنیزو ځمکو ساتنه هم وشي.

User account menu