د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

mew-admin
Sun, Jun 07 2026 9:02 AM
1

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست د مسؤلینو له لوري له کروندګرو سره په بشپړې همغږي خوشې شوې.

همدارنګه، د اوبو د څارنې او عادلانه وېش په موخه ګډ ټیمونه جوړ شوي، ترڅو د اوبو د بې‌ځایه لګښت او د اوبو پر سر د شخړو د رامنځته کېدو مخه ونیول شي.

User account menu