د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د ګوهرګان کانال د اوبو د ګټې اخیستونکو ترمنځ رامنځته شوې ستونزې وڅېړلې

mew-admin
Wed, May 13 2026 9:43 AM
1

د پنج آمو سینديزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل تخنیکي ټیم د ګوهرګان کانال د اوبو د ګټې اخیستونکو ترمنځ د اوبو پر سر راولاړې شوې ستونزې د اوبو د کمښت له امله له نږدې وڅېړلې.

همدارنګه، ښاغلي حامد د نوموړي کانال د اوبو له ګټې اخیستونکو سره ژمنه وکړه، چې د دغې ستونزې د بنسټیزې هوارولو په موخه به د دواړو لورو غوښتنې او اندونه د وزارت د رهبري مقام سره شریک کړي.

User account menu