د اوبو او انرژي وزارت د خپرنیز ارګان (اوبۀ او انرژي) مجلې ۳۳ ګڼه د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

MEW-Media
Tue, Apr 21 2026 2:13 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست له لوري د دغه وزارت د خپرنیز ارګان (اوبۀ او انرژي) مجلې ۳۳ ګڼه نوې له چاپه راووته.

په دغه مجله کې په مرکز او ولایتونو کې د دغه وزارت اړوندو پروژو او د وزارت د رهبري مقام له پانګوالو، کابل کې مېشت د بهرنیو هېوادونو له سفیرانو، اړوندو مسؤلینو او قومي مشرانو سره د لیدو کتو راپورونو ترڅنګ، یو شمېر علمي- تخصصي مقالو ته هم ځای ورکول شوی دی.

د اوبو او انرژي وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست د (اوبۀ او انرژي) مجلې له ټولو درنو لیکوالانو منندوی دی، چې په خپلو علمي – تخصصي مقالو سره یې د دې مجلې بډاینه لا زیاته کړې ده.

همدارنګه، د اطلاعاتو او نشراتو ریاست د (اوبۀ او انرژي) مجلې له ټولو درنو لوستونکو څخه په خورا درنښت غواړي چې د دغې مجلې د مطالبو د لا بډاینې په موخه خپلې نیوکې، اندونه او وړاندیزونه له مونږ سره شریک کړي.

User account menu