پروان ولایت کې د جنګل باغ سیمې د ترناب او سیلبر د بیارغونې او محافظتي دېوالونو د جوړولو پروژې چارې پیل شوې

mew-admin
Sun, Apr 19 2026 9:56 AM
1

د پروان ولایت د چاریکار ښار اړوند د جنګل باغ سیمې د ترناب او سیلبر د بیارغونې او محافظتي دېوالونو د جوړولو پروژې چارې د غوربند – چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالشکور سروري په شتون کې پیل شوې.

ښاغلي سروري د نوموړې پروژې د چارو د پیل پرمهال وویل، چې نوموړی ترناب او سیلبر چې له څو کلونو وړاندې د سېلابونو له کبله ویجاړ شوی او استوګنیز کورونه، پلونه او عامه لارې یې زیانمنې کړې دي.

د نوموړې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به سلګونه استوګنیز کورونه، لاره، پل او د پروان عمومي کانال پروژه د سېلابونو له ګواښونو څخه خوندي شي.

د نوموړې پروژې چارې د نوموړې حوزې د ماشینري، ترانسپورتي وسایطو او تخنیکي کارمندانو له لوري د اوبو د ګټې اخیستونکي ټولنې په مالي لګښت پرمخ وړل کېږي.

User account menu