لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال د سربند پروژې رغنیزې چارې ۴۰ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
Thu, Apr 02 2026 12:00 PM
1

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو تر مشري لاندې د ولایت مقام او د اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي ټیم د مهترلام ښار اړوند د پاچاجوی کانال د سربند پروژې د رغنیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د دغې پروژې چارې چې د ایف، اې، او موسسې له لوري د ۹۰زره او ۴۴ اعشاریه ۲۵  آمریکایي ډالرو په لګښت د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، تر اوسه پورې ۴۰ سلنه بشپړې شوې دي.

په دغه پروژه کې د ۶۰ متره په اوږدوالي محافظوي ماس کانکريټ دېوال او ۲۷۰ متره لایننګ او پاکاري شامله ده، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۱۰ زره جریبه کرنیزو ځمکو ته په منظم ډول اوبه ورسيږي او  کابو  ۱۵ زره کورنۍ په مستقیم ډول ورڅخه ګټه پورته کړي.

User account menu