د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د قزاقستان جمهوریت له سفیر سره د ګډو همکاریو د پراختیا په هکله خبرې وکړې

MEW-Media
Tue, Mar 31 2026 5:31 PM
۱

13 شوال 1447 هـ ق

11 حمل 1405 هـ ش

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې، په کابل کې مېشت د قزاقستان له سفیر محترم ګازیز اکباسوف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا په ځانګړې توګه د اوبو او انرژي په هکله خبرې اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې،  د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د اوبو او انرژي په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا او د اوبو او برېښنا په برخه کې د تجاربو د تبادلې او له وړتیاوو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه د دغه وزارت چمتووالی څرګند کړ.

همدارنګه، هغه د اوبو سرچینو د مدیریت او د انرژي د پایدارې پراختیا په برخه کې د سیمې د همکاري رول اړین وباله او په افغانستان کې د اوبو سرچینو او د انرژي د مدیریت په پروژو کې د بهرنۍ پانګونې لپاره د مناسبو شرائطو او د آسانتیاوو یادونه وکړه.

له بلې خوا، د قزاقستان هېواد سفیر هم له افغانستان سره د همکاریو او اړیکو د پراختیا هرکلی وکړ، او په افغانستان کې د  اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې  په برخه کې ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او تخنیکي همکاریو په برخه کې ډاډ ورکړ.

په پای کې، دواړو لورو د خبرو اترو د دوام پر لزوم او  په یادو برخو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا باندې ټینګار وکړ.

User account menu