ننګرهار ولایت کې د اوبیزو کوچنیو بندونو (چکډمونو) د زېرمو کاسې له اوبو ډک شوي
د وروستیو اورښتونو له کبله، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په اوبیزو سرچینو کې د پاموړ زیاتوالی راغلی دی. له هغې ډلې څخه په ننګرهار ولایت کې څو کوچني اوبیز بندونه (چکډمونه) له اوبو ډک شوي دي، چې دا چاره په هېواد کې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د پیاوړتیا، د کرنې د غورهوالي او د اقتصادي ودې زیری ورکوونکی دی.
دغه چکډمونه چې په تېرو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د افغانستان د اسلامي امارت له لوري جوړ شوي دي، د موسمي سیلابونو په کنټرول، د اوبو سرچینو د مدیریت او د ځمکې لاندې اوبو د بیا تغذیې په برخه کې اړین او اغېزمن رول لوبوي.
په وروستیو کلونو کې، د اقلیمي بدلونونو او پرلهپسې وچکالیو له کبله، زمونږ هېواد د اوبو له جدي کمښت سره مخ وو. وروستي اورښتونه په هېواد کې د اوبیز وضعیت د غورهوالي نښه ده او یو ځل بیا د افغانستان د خلکو په زړونو کې هیلې ژوندۍ کړې دي.
