ننګرهار ولایت کې د اوبیزو کوچنیو بندونو (چکډمونو) د زېرمو کاسې له اوبو ډک شوي

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۹:۵۹
1

د وروستیو اورښتونو له کبله، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په اوبیزو سرچینو کې د پام‌وړ زیاتوالی راغلی دی. له هغې ډلې څخه په ننګرهار ولایت کې څو کوچني اوبیز بندونه (چکډمونه) له اوبو ډک شوي دي، چې دا چاره په هېواد کې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د پیاوړتیا، د کرنې د غوره‌والي او د اقتصادي ودې زیری ورکوونکی دی.

دغه چکډمونه چې په تېرو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د افغانستان د اسلامي امارت له لوري جوړ شوي دي، د موسمي سیلابونو په کنټرول، د اوبو سرچینو د مدیریت او د ځمکې لاندې اوبو د بیا تغذیې په برخه کې اړین او اغېزمن رول لوبوي.

په وروستیو کلونو کې، د اقلیمي بدلونونو او پرله‌پسې وچکالیو له کبله، زمونږ هېواد د اوبو له جدي کمښت سره مخ وو. وروستي اورښتونه په هېواد کې د اوبیز وضعیت د غوره‌والي نښه ده او یو ځل بیا د افغانستان د خلکو په زړونو کې هیلې ژوندۍ کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له خوشې شویو اوبو څخه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند له خوشې شویو اوبو څخه د اوومې ورځې لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی او زیاتره. . .

بیرته تګ

User account menu