په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي
۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل
په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د انرژي د پراختیا په موخه پلي کېږي او عملي چارې یې تر اوسه پورې شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي.
یاد بند به شاوخوا ۲۵۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي او د ۲۵ میلیون متر مکعب اوبو د زېرمه کولو او د ۰.۹ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا به ولري.
دغه بند به په پکتیکا ولایت کې د اوبو د برابرولو، د اوبیزو سرچینو د مدیریت او صنعت او کرنې د ودې په برخه کې اړین رول ولوبوي.
