جوزجان ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
Thu, Mar 05 2026 12:50 PM
1

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اړوند دینار کلي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې چې ۹۴۰ متره اوږدوالی لري، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

نوموړې پروژې د آمو سیند څنډو د ټینګښت ریاست، د جوزجان ولایت مقام او د سیمې د خلکو په مالي لګښت پرمخ وړل کېدې.

د یادونې وړ ده، چې په روان ۱۴۰۴ هـ ل کال کې په دغه ولسوالي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت دوې نورې پروژې هم پلې شوې، چې سلګونه جریبه ځمکه او کورونه د آمو سیند له ویجاړیو خوندي شوي دي.

User account menu