لوګر ولایت کې د وزیر کلا او خواجه انګور کانالونو د جوړونې پروژه د نږدې ۴۰۰ زره آمریکايي ډالرو په لګښت پیل شوه
د لوګر ولایت د مرکز، پلعلم اړوند د وزیر کلا او په خروار ولسوالي کې د خواجه انګور کانالونو د جوړونې پروژه د ۳۸۲ زره او ۵۸۶ آمریکایي ډالرو په لګښت پيل شوه.
دغه پروژه ۷.۲ کيلو متره اوږدوالی لري، چې پکې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې، او چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د نوموړې پروژې چارې د يو، اين، اېف، اې، او موسسې په مالي لګښت د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د اوبو ضايعاتو د مخنيوي ترڅنګ، شاوخوا ۱۲۶۹ هکتاره ځمکه خړوبه شي.
